افغانستان

نیکاراګوا د افغانستان لپاره سفیر معرفي کړ

د نیکاراګوا حکومت په چین کې د دغه هېواد اوسنی سفیر مایکل کمپبل په افغانستان کې د خپل سفیر په توګه معرفي کړ.

د فرانس پريس خبري اژانس راپور ورکړی چې په چین کې د نیکاراګوا اوسنی سفیر به له بیجینګ څخه د افغانستان اړونده چارې پر مخ وړي.

د نیکاراګوا مرستیال ولسمشر، نیروزاریو موریلو وویل: «موږ د اسلامي امارت (طالبانو)، هغه خلکو او هغه حکومت څخه د هغه نعمت لپاره مننه کوو چې زموږ ملګري مایکل کمپبل ته یې ورکړى.»

خو نیکاراګوا د طالبانو د رسميت پېژندنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې چین، ایران او پاکستان  افغانستان ته د طالبانو له رسمیت پېژندنې پرته سفیران لېږلي دي.