افغانستان

فرحان حق: ملګري ملتونه د دوحې په غونډه کې له طالبانو سره د رسمي حکومت په توګه چلند نه کوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وايي، دغه سازمان به د دوحې په غونډه کې له طالبانو سره د یوه رسمي او قانوني حکومت په توګه چلند ونه کړي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په یوه خبري کنفرانس کې وویل:«موږ له طالبانو سره د واکمنو چارواکو په څېر چلند کوو. له هغوی سره د افغانستان په رسمیت پیژندل شوی دولت په توګه چلند  نه کیږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې  د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې غونډې له اجنډا څخه د ښځو د حقونو په اړه بحث په پراخه کچه لرې کړی دی.

په دې خبري کنفرانس کې ښاغلي حق په افغانستان کې «جنسي تبعیض» یوه جدي اندیښنه وبلله.

نوموړى وايي: «موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې د ښځو حقونو ته په افغاني ټولنه کې درناوى کېږي، لکه څنګه چې د نړۍ په هر ګوټ کې کېږي.»

د یادولو وړ ده چې ریچارډ بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په شپږ پنځوسمه غونډه کې خبرداری ورکړ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی «پیاوړی او پراخ» شوی دی.

هغه له عامه ډګر څخه د ښځو ایستل او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له کار او زده کړو څخه د ښځو او نجونو ایستل “د بشریت ضد جنايت او جنسیتي تبعيض وباله.

په دې کنفرانس کې ښاغلي بنیټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره د اړیکو مشروعیت او عادي کولو څخه ډډه وکړي او له طالبانو سره د یوه مشروع حکومت په توګه چلند ونه کړي.