د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر شورا غږ کړی چې « د بشریت ضد جرمونو او د جنسیت پر بنسټ ځورونې» په اړه حساب ورکولوته د طالبانو اړ اېستلو لپاره نورې لا هڅې وکړي.
په داسې حال کې چې طالبان په سیستماتیک ډول په داسې کړنو کې ښکیل دي چې کیدای شي د«بشریت ضد جرمونو، د جنسیت پر بنسټ ځورونې» وي، سازمان وايي، د دوی ځواب ويلو ته د اړ اېستلو هڅې کمزورې دي.
په یوه تازه خبرپاڼه کې، د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د وروستي راپور هرکلی وکړ او “د طالبانو لخوا د تبعيض بنسټیز جوړښت، تفکيک او انساني کرامت ته بې احترامۍ سره د مبارزې لپاره يې د نړيوالې ټولنې د همغږى چلند مهم وباله.
په دغه خبرپاڼه کې د طالبانو له خوا د خلکو غير قانوني وژنې، شکنجه، په عام محضر کې د خلکو بدني سزاوې، خپلسري او غير قانوني نيول، جبري ورکېدنه، د رسنيو د مسلکي کسانو، خبريالانو، فعالانو او د بشري حقونو د مدافعينو ځورول او پر شيعه ګانو او هزاره ګانو د داعش ډلې بريدونه شامل دي، چې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په توګه ياد شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د شواهدو د راټولولو او مستند کولو لپاره دا مهال کوم ځانګړی نړیوال میکانیزم نشته چې د نړیوالو قوانینو له مخې جرمونه وڅاري.
دغه سازمان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې په دې برخه کې یوه اداره جوړه کړي.
د بښنې نړیوال سازمان د خپلې خبرپاڼې په یوه برخه کې ویلي، څه باندې زر ورځې کېږي چې دوه میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي، لسګونه لاريون کوونکي ښځې ورکې شوې، په خپلسري ډول بندیانې او شکنجه شوي، له اقتصادي پلوه ځپل شوې او له جدي رواني ناروغیو سره مخ دي.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ پرون دغې شورا ته د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ.
نوموړي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپله وینا کې ويلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو وضعیت او ظلمونه باید د نړۍ ضمير ولړزوي.
ریچارډ بنیټ ويلي چې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو څخه پرله پسې سرغړونې کېدای شي «د بشریت ضد جرمونو او د جنسیت پر بنسټ د ناوړه ګټه اخیستنې یوه بېلګه وي.»
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره د اړیکو مشروعیت او نورمال کولو څخه لاس واخلي.