د امریکا دنړیوالې پراختیا اداره (يو اېس آي ډي) وايي، په افغانستان کې ۱۷.۳ میلیونه خلک بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.
دغې امریکايي ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې تر اوسه له پاکستانه ۶۱۰زره ۸۰۰ کډوال په جبري ډول او پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
په همدې حال کې د امریکا دنړیوالې پراختیا اداره وايي، وروستیو سیلابونو او وچکالیو په افغانستان کې ډېرې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، اوس هم په افغانستان کې ډېری کورنۍ خوراکی تړکو مرستو ته اړتیا لری.
دغه اداره وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدو لړۍ لاهم دوام لري او دې وضعیت بشري مرستو ته د کډوالو او افغاني ټولنې اړتیا په لوړه کچه ساتلې ده.
دغې ادارې د کډوالو نړیوال سازمان په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان کې ۶،۶ میلیونه داخلي بې ځایه شوي کسان ثبت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکړی چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.