د شکنجې او نورو ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي چلند یا سزا په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، آلیس جېل اډوارډز اعلان کړی چې د طالبانو په بند کې د امریکايي وګړى راین کوربیټ بېړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د دغه چارواکې په وینا، کوربیټ چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی، باید ژر تر ژره روغتيايي پاملرنې ترلاسه کړي؛ څو د هغه روغتیا او آن مرګ ته د نه جبرانېدونکي زیان مخه ونیول شي.
هغې ټینګار وکړ، «طالبان باید بې له ځنډه په ملکي روغتون کې راین کوربیټ د درملنې لاندې ونيسي،»
آلیس جیل اډوارډز زیاته کړه:« مرسته رسونکى کوربيټ له کوم تور پرته په داسې شرایطو کې نيول شوی چې په بشپړ ډول ناکافي او د نړیوالو معیارونو څخه خورا ټیټ دی.»
اډوارډز وویل چې دا شرایط د کوربيټ په فزیکي او رواني روغتیا باندې د پام وړ اغیزه لري، او هغه په دې مسٸله مستقیم له طالبانو سره خبرې کړې چې د نه جبران کیدونکي زیان او آن مرګ سره مخ دى.
د ملګرو ملتونو د کوربيټ روغتيايي وضعيت ته په اندېښنې اعلان کړى، چې هغه ته د کافي روغتيايي پاملرنو نه رسېدو په صورت کې هغه د نه جبرانېدونکي زيان يا آن له مرګ سره مخ دى.
په همدې حال کې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازولۍ یوې ویاندې په نيويارک ویلي چې امریکا د دې موضوع په اړه له اډوارډز سره په تماس کې ده او د هغو هڅو هرکلی کوي چې د طالبانو په بند کې د کوربیټ او نورو بنديانو لپاره د بشري شرایطو د برابرولو لپاره هڅې کوي.
هغې وویل، «موږ د راين نیول ناسم ګڼو او د هغه د سمدستي خوشې کولو لپاره به کار ته دوام ورکړو.»