د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، د طالبانو جوړښت « نارينه » دی او له همدې امله دا تمه نه شي کېدای چې د طالبانو د نارینه وو له خوا جوړې شوې تګلارې به نجونو او ښځو ته ګټه ورسوي.
د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د څانګې مرستیاله وايي، هغه پالیسي چې ښځې او نجونې اغېزمنوي، باید پخپله ښځې يې جوړې کړي.
په همدې حال کې د منځني ختیځ د انستیتوت یوه نوې څېړنه ښيي چې د طالبانو په سیاسي جوړښت کې ښځې نشته. د دې څېړنې پر بنسټ، د طالبانو د يو زرو ۱۳۷ مهمو چارواکو په منځ کې هېڅ ښځه شتون نه لري.
په داسې حال کې چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده کوونکو له زده کړو څخه زر ورځې تېرېږي؛ د منځني ختیځ انسټیټیوټ د یوې نوې څیړنې پر بنسټ په سیاسي کچه ښځې او نجونې د سیاست او حکومتي جوړښت له ډګره ایستل شوي دي.
دې څیړنې د طالبانو د تنظیمي جوړښت احصایې ښودلې دي. په دې څېړنه کې ویل شوي چې طالبانو په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په سیاسي، پوځي، اداري او قضايي پوستونو ګمارلي دي؛ خو په دغو پرېکړه نیوونکو او با نفوذه پوسټونو هېڅ ښځه یا نجلۍ نه ده ګمارل شوې.
د بشري حقونو یو شمېر فعالان وايي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پالیسي، له زده کړو څخه نیولې تر کار او په سیاسي ډګر کې د ګډون په برخه کې د محدودیت، منع او ويستنې باندې څرخي.
د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان د ښځو د حقونو مرستیاله وايي، هغه پالیسي چې ښځې او نجونې اغېزمنوي، باید پخپله يې ښځې جوړې کړي؛ خو د هغې په وينا، اوس د نجونو پر وړاندې په ښوونځيو کې د زده کړو په ګډون د طالبانو ټولې تګلارې ښځې په نارينه بدلوي.
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو مرستیاله هېدر بار وايي: «هیڅ حکومت په رهبرۍ کې د ښځو له ګډون پرته مشروعیت نه لري او دا دوه دليلونه لري. لومړی، ښځې د نفوس ٥٠سلنه جوړوي او حق لري چې په دې پوستونو کې وي او دوهم دلیل دا دی چې هغه پالیسۍ چې پر ښځو او نجونو اغیزه کوي پخپله د ښځو ليد ته اړتيا لري چې بايد د دوى لخوا چمتو شي چې په دې پوستونو کې دي او پریکړه کونکي دي.»
طالبانو واک ته د بيا راستنېدو راهيسي د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او ازاد تګ راتګ سخت محدودیتونه وضع کړي.
د بلخ اوسېدونکې مانیا وايي: «کله چې طالبان راغلل، ښوونځي بند شول، پوهنتونونه وتړل شول. زموږ برخلیک به څه وي؟ موږ نه غواړو چې زموږ راتلونکی نسل بې برخلیکه وي.»
د غزني اوسېدونکې نازګل وايي: «په افغانستان کې [د ښځو وضعیت] ټولو ته معلوم دی. د کار کولو حق، د زده کړې حق او د کار حق ټول ترې اخیستل شوي دي. اوس مهال دوی د تباه کېدو په حال کې دي.»
یو شمېر ښځې وايي، د طالبانو په جوړښت او تشکيل کې د ښځو نه شتون د دې ښکارندویي کوي چې ښځې د طالبانو لپاره لومړیتوب نه لري. دغه نجونې او ښځې وايي، د طالبانو جوړښت د داسې نارينه وو له خوا جوړ شوی، چې د ښځو زده کړه د دوی د اصولو او عقايدو خلاف کار دی.
د هرات اوسېدونکی ستاش وايي:«ښوونځي تړل شوي دي. پوهنتونونه تړل شوي، دا به ترکومه دوام ولري؟ موږ له بهرنیو هېوادونو غواړو چې پر هغوی [طالبانو] فشار راوړي چې د ښځو حقونه ورکړي او ښځو او نجونو ته د زده کړې او کار اجازه ورکړي.»
خو طالبان وايي چې ښځې د ښوونې او روزنې او طبي برخو کې په کار بوختې دي او د دوی لپاره کوم محدودیتونه نشته. په همدې حال کې د منځني ختیځ د انسټیټیوټ څیړنه هم ښیي چې طالبانو یو څه اندازه توکمیز، خو په بشپړ ډول يو ګروپ او يو مذهبي سیاسي جوړښت رامنځته کړی، چې لسګونه غړي یې د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو په سیاسي جوړښت کې له يو زر ١٣٧مهمو پوستونو څخه ۸۹۱ یې پښتانه، ۵۳ یې تاجک، ۲۸ یې ازبک، پنځه یې هزاره ګان او یوازې یو تن یې بلوڅ دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل اعلان کړی چې د دوی جوړښت ټولګډونه دی او د افغانستان د ټولو قومونو استازي پکې شتون لري.