افغانستان

د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغه رياست په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې سبا (جمعه د غبرګولي په ٢٥مه) په بدخشان، نورستان، بغلان، پروان، کونړ او ميدان وردګو ولايتونو کې د سختو ورښتونو، تندر، نسبتاً قوي بادونو او سيلابونو وړاندوينه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې په بېلابېلو ځایونو کې د باران اندازه به د ۱۵ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ وي.

طالبانو د هېواد په لوېدیځو ولایتونو په يوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو په اندازه د تېزو بادونو د لګېدو خبرداری هم ورکړی دی.