افغانستان

طالبانو په قندهار کې ۱۱ تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل

Kandahar City. File photo.

طالبانو په قندهار کې ۱۱ تنه د «زنا، لواطت او غلا» په تور په عام محضر کې په دورو ووهل.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه دوه کسان ۲۵ درې وهل شوي او په یو کال بند محکوم شوي دي. درې تنه نور هم په  ۳۰ دُرې وهل شوي او په یو کال بند محکوم شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې څلور تنه نور په ۲۵ دورو او دوه کاله بند او درې تنه نور په درې کاله بند او ۳۰ درو محکوم شول.

طالبانو د خپلې نږدې درې کلنې واکمنۍ برمهال په عام محضر کې سلګونه کسان په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.

یوازې په تېرو لسو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې سل تنه د طالبانو له خوا په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.

د بشري حقونو د څارسازمان، بښنې نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د بشري حقونو یو شمېر نورو سازمانونو د طالبانو دغه عمل غندلی او هغه یې د بشري حقونو د معیارونو خلاف بللی دی.