افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې نږدې ۳۰۰ کډوالې کورنۍ ایستلي

په یوه ورځ کې نږدې ۳۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه ویستل شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې په تيره يوه ورځ (چهارشنبه د غبرګولي په ٢٣مه) له پاکستان او ايران څخه ٢٨٥ کډوالې کورنۍ په جبري ډول او په خپله خوښه اېستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس زیاتوي چې ۶۷ کورنۍ د تورخم او ۳۱ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۱۴۰ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او ٤٧نورې کورني د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې پاکستان او ایران نږدې ۴۰۰ افغان کډوال په «جبري او اختیاري» ډول له هېواده ويستلي وو.