افغانستان

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي

د ملګرو ملتونو یو چارواکي له طالبانو غوښتي چې د دوحې په دریمه ناسته کې چې د دغه سازمان په کوربه توب جوړیږي ګډون وکړي.

دوحه نیوز راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ مشر مالک سیزي چې په پاکستان کې مېشت دی، دغه غوښتنه د جنوبي اسیا له دیني عالمانو سره په کتنه کې کړې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې ښاغلي سیزي طالبان د تېر خلاف د «اسلامي امارت» په نوم ياد کړي دي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي؛ ځکه چې په دې غونډه کې د دوی حضور د طالبانو په وړاندې د «نړۍ د لید لوري په بدلون» کې اغېزمن دی.

د دغه راپور له مخې د ملګرو ملتو دغه چارواکی وویل: « طالبان باید خپل استازی دوحې ته واستوی څو له نړۍ سره په رغنده او موثره توګه خبرې اترې وکړی.»

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې، د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په اړه په په قطر کې د دوحې درېیمه غونډه په راتلونکو ۲۰ ورځو کې جوړه کړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړي پلاوي او استازي ګډون وکړي؛ څو  له طالبانو سره د خبرو اترو او له نړۍ سره د هغوی د ژمنو د عملي کولو په اړه په خبرو اترو او سلا مشورو کې برخه واخلي.

که څه هم طالبانو په غیر رسمي ډول په دې غونډه کې د ګډون ليوالتيا ښودلې ده؛ خو دوی تر اوسه په رسمي توګه خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې.