د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال او د ایران د بندیانو د انتقال د کمېټې مشر عسکر جلالیان وايي، د هېواد په زندانونو کې اته زره بهرني بندیان دي، چې ډېری یې افغانان دي.
د ایرنا د راپور له مخې، جلالیان د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) ويلي چې تهران غواړي هر هغه بهرنی بندي چې د ایران په زندانونو کې د بند سزا تېروي د «مجرمانو د انتقال د هوکړې» په چوکاټ کې بېرته خپل هېواد ته ستون کړي.
نوموړي په دې اړه زیاته کړه: اوس مهال د ایران په زندانونو کې تر ټولو زیات بهرني بندیان په افغانستان پورې اړه لري.
ښاغلي جلالیان وویل چې ایران هڅه کوي افغان بندیان بیرته خپل هیواد ته وسپاري؛ خو د هغه په وينا، په افغانستان کې د زېربناوو د کمزورتيا له امله دغه امکانات نه دي برابر شوي.
ښاغلی جلالین وايي، «ځکه بندیان چې خپلو هېوادونو ته لېږدول کېږي، باید د بند پاتې موده د خپل هېواد په زندانونو کې تېره کړي.»
د دغه ایراني چارواکي په وینا، ایران خپل هېواد ته د افغان بندیانو د سپارلو لپاره د حل لارې په موندلو کار کوي.
جلاليان دغه راز خپل هېواد ته د لېږدونې په اړه دبندیانو د نه ليوالتيا خبر هم ورکړی.
هغه خبريالانو ته وويل: «له څو هېوادونو سره چې موږ د بنديانو د تبادلې او لېږدونې په اړه خبرې اترې درلودې، په ښکاره توګه د استرداد لپاره د بنديانو نومونه اعلانوي او دا په داسې حال کې ده چې بنديان نه غواړي بېرته راستانه شي.»
تر دې وړاندې د ایراني چارواکو له خوا د افغان بندیانو څو ډلې هم طالبانو ته سپارل شوي دي.