افغانستان

طالبانو په سرپل او پکتیا ولایتونو کې درې تنه په عام محضر کې په درو ووهل

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن دوشنبه (غبرګولي ۲۱مه) په سرپل ولایت کې دوه تنه د «لواطت» په تور مجازات کړل.

خبرپانه زیاتوي چې دغو کسانو ته د دُرو د وهلو سربېره په یو شخص په يو کال او بل شخص په شپږ میاشتني بند محکوم شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو دغه محکمه په یوه بله خبرپاڼه کې وايي، چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ېې یو کس د «اخلاقي فساد» په تور په درو وهلى دی.

د خبر له مخې دغه کس په یو کال تنفيذي  حبس هم محکوم شوی دی.

تر دې مخکې طالبانو په سرپل کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۶۳ کسان په عام محضر کې په درو وهلي وو.

طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ په موده کې په عام محضر کې سلګونه کسان د بېلابېلو تورونو په تور په درو وهلي دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو سازمانونو تل د طالبانو له خوا د خلکو علني مجازات غندلي او د بندولو غوښتنه یې کړې ده.