د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) د «ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان په کار بوخت دي.
دغه سازمان پر اېکس لیکلي دي چې دغې احصایې په افغانستان کې د ماشومانو د راتلونکي په اړه «جدي اندیښنه» رامنځ ته کړې ده.
اوچا همداراز ويلي، چې په افغانستان کې په خوندي چاپيريال کې د ماشومانو د زده کړې او پرمختګ په برخه کې بايد زيات کار وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۳،۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
له بلې خوا یو شمېر کارګر ماشومان وايي، چې فقر او بې وزلي او همدارنګه د کورني سرپرست نشتوالي دوی اړ کړي چې کار وکړي او د خپلو کورنیو لپاره خواړه برابره کړي.
دغه ماشومان د دوى حالت پر نه پاملرنې نیوکه کوي او وايي چې د کم عاید په بدل کې له کار کولو پرته بله چاره نه لري.