افغانستان

د کډوالۍ نړیواله اداره: موږ په افغانستان کې له ۱.۲ میلیونه خلکو سره مرسته کړې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، له ۱،۲ ميليونه افغانانو سره يې مرسته کړې ده.

دغه سازمان پر اېکس ویلي چې  دغه مرستې يې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۳ کالونو پورې کړې دي.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، له پاکستان او ايران څخه راستنېدونکو، په طبيعي پېښو کې ټپي شوي کسان او د افغانستان نورو زيانمنو خلکو دغه مرستې ترلاسه کړې دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، دا مرستې یې د اروپايي ټولنې په همکارۍ کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه راپور له مخې، ۲.۹ میلیونه خلک د «په بېړنۍ کچه د خوړو ناخوندیتوب» سره مخامخ دي.

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې په ټول افغانستان کې د ۳،۲ میلیونو ماشومانو په ګډون څلور میلیونه کسان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.