په یوه ورځ کې نږدې ۴۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړ چې په تيره يوه ورځ (د غبرګولي ٢٢مه) له پاکستان او ايران څخه ٣٨٣ افغان کډوالې کورنۍ په جبري توګه او خپله خوښه اېستل شوي دي.
د دغه راپور له مخې دغه کډوال د قندهار، هرات، نيمروز او ننګرهار ولايتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس زیاتوي چې ۱۰۱ کورنۍ د تورخم او ۶۴ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.
په همدې حال کې د دغه راپور پر بنسټ، ۱۰۷ کورنۍ د ورېښمو پل له لارې هېواد ته داخلې شوې دي او همدارنګه ۱۱۱ نورې کډوالې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ایران یوه ورځ وړاندې د افغان کډوالو نږدې ۳۰۰ کورنۍ په «جبري او اختیاري» ډول ایستلې وې.