طالبانو پرون مازديګر (د غبرګولي په ۲۲ مه) د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې په عام محضر کې ۱۲ تنه په درو ووهل.
په کندهار کې د طالبانو د والي د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کسان د «غلا، زنا او لواطت» په تور نیول شوي دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه سزا د دغه ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ د طالبانو د ابتدايي محکمې له خوا صادره شوې ده.
دا په داسي حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو د مجازاتو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان د وکیل ته له لاسرسي او قانون ته په پام پرته تورنو کسانو ته سزا ورکوي.
په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره د طالبانو لاره «غیر اخلاقي» ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.
ديادړنې وړ ده، چې طالبانو د غبرګولي په ۱۴ مه په پلخمري ښار کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۶۳ کسان په درو وهلي وو.