د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت ویلي چې د غبرګولي په اتلسمه د پاکستان له خوا ۸۰۵ افغان کډوال ايستل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د ۵۰۲ کسانو په ګډون ۹۰ کورنۍ د تورخم او د ۳۰۳ کډوالو په ګډون ۵۴ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د پاکستان حکومت د روان هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر دوهمه لړۍ پیل کړه.
ملګري ملتونه وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل راهیسې تر ۵۰۰ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.