افغانستان

پاکستان په یوه ورځ کې تر ۸۰۰ ډېر افغان کډوال ويستلي 

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت ویلي چې د غبرګولي په اتلسمه د پاکستان له خوا ۸۰۵ افغان کډوال  ايستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د ۵۰۲ کسانو په ګډون ۹۰ کورنۍ د تورخم او د ۳۰۳ کډوالو په ګډون ۵۴ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

د پاکستان حکومت د روان هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر دوهمه لړۍ پیل کړه.

ملګري ملتونه وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل راهیسې تر ۵۰۰ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.