افغانستان

د خرلاچي لویه لار له یوې اونۍ وروسته بېرته پرانیستل شوه

د خرلاچي لاره چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یو له مهمو  لارو څخه بلل کیږي، له یوې اونۍ وروسته د ټرانزیټ پر مخ پرانیستل شوه.

د آنادولو خبري اژانس د جرګې د یوه غړي په حواله چې د دواړو لورو ترمنځ یې اوربند ته لاره هواره کړې، راپور ورکړی چې د خرلاچي لویه لار د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) د عادي سوداګریزو فعالیتونو پر مخ پرانیستل شوه.

د دغه راپور له مخې، هره ورځ له دې لارې له  ۱۰۰ تر ۱۵۰ بار وړونکي موټرونه افغانستان او پاکستان ته تګ-راتګ کوي.

د کنړ د ولسوالۍ خرلاچي دروازه په شمال لوېديځ کې پاکستان د پکتيا (د افغانستان په ختيځ کې) سره نښلوي.

د پاکستان د پارلمان یو غړي ساجد حسین توري هم د دغې لارې د بیا پرانیستلو پخلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ دجګړې له امله دا لار د يوې اونۍ لپاره تړل شوې وه.

د يادونې وړ ده، چې د پاكستاني ځواكونو اود طالبانو ترمنځ په نښته كې د طالبانو ګڼ شمېر غړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د دغو جګړو په پایله کې د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې هم څو کورنۍ بې ځایه شوې دي.