افغانستان نړۍ

د نشه يې توکو پروړاندې د ايران د مبارزې مشر: د طالبانو د ادعا برعکس په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت زیات شوی

دايران د نشه يي توکو و پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر ایرج کاکاوند وايي، د طالبانو د ادعاوو برعکس په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق زیات شوی دی.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې ښاغلي کاکاوند په مسکو کې د برېکس د غړو هیوادونو د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې د ادارې په غونډه کې وویل: « په ایران کې د ۲۰۲۳ کال او د ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ۶۶۲ ټنو څخه د زیاتو نشه توکو کشف ښیي چې په افغانستان کې د تریاکو د کښت او تولید د بندېدو او کمولو په تړاو د راپورونو سربېره، د دې قاچاق له خپل اصل او منشاء څخهپه محسوسه توګه کم شوی نه دی»”

د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مشر د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) همداراز ويلي، د نشه يي توکو د قاچاق د پېچلتیا له کبله د هغو توکو تجارت چې قاچاقبران ورته لاس رسی لري او هم د همدې موخې لپاره کارول کیږي، د قاچاق د اصلي عواملو د پیژندلو لپاره په نړیواله کچه استخباراتي قداماتو اړتيا ده.

دغه ایرانی چارواکی وایی چې هېواد یې د نشه یی توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د برېکس له غړو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتو دی.

د يادونې وړ ده، چې برازیل، چین، هند او سویلي افریقا د برېکس سازمان بنسټ ایښودونکي دي.

د ایران غړیتوب د دغه سازمان د تېر کال په غونډه کې ومنل شو.