افغانستان فرهنګ او هنر

په غور کې سېلابونو لرغوني اثار  راويستلي

په غور کې له سېلابونو وروسته ۴۰ لرغوني اثار وموندل شول.

دغور ولايت د طالبانو داطلاعاتو اوفرهنګ رييس عبدالحى زعيم په هغې ويډيو کې چې ددوى تر ادارې لاندې  باختراژانس خپره کړې ده ويلي، چې دغه لرغوني اثار د دغه ولايت له جام منار سيمې څخه ترلاسه شوي دي .

هغه وايي چې دغه اثار په دغه ولايت کې د ځايي خلکو او طالب چارواکو له خوا راټول شوي دي.

دغور ولايت لپاره د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي چې اوس ياد لرغوني اثار دغه رياست ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په نوموړي ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله تر ۵۰ زیات کسان مړه شوي دي.

د یونیسف د راپور پ بنسټ، په دغو سېلابونو کې تر ۲زره۵۰۰ ډېرې کورنۍ هم زیانمنې شوې دي.