افغانستان

په بدخشان کې سیلابونو د یوې کورنۍ له لس غړو ژوند واخيست 

په بدخشان کې د سیلابونو له امله د یوې کورنۍ لس غړي مړه شوي دي.

د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتوالي مدير محمد اکرم اکبري رسنيو ته ويلي، چې دغه سېلاب تېره شپه (د غبرګولي په شپږمه) د بدخشان د مرکز فيض آباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د مورچک په سيمه کې رامنځته شوى دى.

په بدخشان کې د طالبانو د پيښو په وړاندې د چمتوالي د ادارې د رييس په وينا، اوسه پورې د دغې کورنۍ يوازې د يو غړي جسد د کوکچې له سيند څخه موندل شوى دى.

نوموړى وايي چې د نورو مړو شويو کسانو د جسدونو د موندلو هڅې روانې دي.

تر دې وړاندې په سرپل او فاریاب ولایتونو کې هم درې ورځې وړاندې د سېلابونو له امله تر ۱۵ زیات کسان مړه شوي وو.

په همدې حال کې په فاریاب کې د تېرې اونۍ سېلابونو له امله تر ۸۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځو ولایتونو کې د وروستیو ویجاړونکو او خونړيو سېلابونو له امله سلګونه کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپیان شوي او ځايي اوسيدونکو ته  په ډېره اندازه مالي زیانونه اوښتي دي.