افغانستان

قطري پلاوي له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو «ساتنه» وکړي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د هر اړخیزې ملي پخلاینې او د افغانانو د بشري حقونو د تامین غوښتنه کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر پرون (پنجشنبه د غبرګولي ۳مه) افغانستان ته راغلى او د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره یې کتلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ویلي، چې قطري پلاوي له طالبانو د هر اړخیزې ملي پخلاینې لاسته راوړلو لپاره د بشري حقونو ملاتړ، د افغانانو او د باعزته ژوند له حق څخه ملاتړ او د ټولو ډلو او طبقو ترمنځ د ټولنیزې سولې د لاس ته راوړلو لپاره غوښتنه وکړه.

الخلیفي ویلي، دوحه د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره په خبرو اترو باور لري. هغه همداراز په دغه هیواد کې د امنیت او ثبات د تامینولو په موخه د افغانستان په هکله په نړیوالو خبرو کې د طالبانو په شاملولو د نړیوالې ټولنې په رغنده همکارۍ ټینګار کړی دی.

نوموړي په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د فساد او نشه يي توکو د لېږد د مخنيوي په برخه کې د پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړه او له افغان ټولنې سره يې د همکاريو دوام مهم وباله.

که څه هم طالبانو تر دې اعلان مخکې ویلي وو، چې قطري پلاوي دوی ته د دوحې په درېیم پړاو ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې وه؛ خو د قطر د حکومت په اعلامیه کې د دې موضوع په اړه څه نه دي ویل شوي.

د قطر د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په وينا، الخلیفي په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره د يو ځانګړي روغتون د جوړولو چې په عصري طبي تجهیزاتو سمبال وي  او کیفیت لرونکي روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي، د خپل هېواد اراده اعلان کړه.

نوموړي د پوهنې او بشري چارو په برخه کې هم د قطر د مرستو يادونه وکړه او ويې ويل، چې د «ترهرڅه مخکې زده کړې» په نوم د قطر موسسه د لومړنيو ښوونځيو په ګډون له ٣٠زره هلکانو او نجونو سره مرسته کوي.

د قطر د دولت وزارت ویلي دي چې دغه هیواد په بغلان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره د خوراکي توکو، طبي وسایلو، سرپناه او امبولانسونو په ګډون بشري مرستې استولي دي.