افغانستان

ازبک متخصصینو په پنجشېر کې د اوسپنې او سپینو زرو د کانونو دتثبيت شويو سیمو سروې وکړه

طالبان وايي چې د ځمکپوهنې سروې ازبک متخصصینو یوې ډلې د پنجشیر ولایت په پیریان ولسوالۍ کې د اوسپنې او سپینو زرو د کانونو تثبيت شويو سیمو سروې وکړه.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس  په پنجشير کې د طالبانو د کانونو او پټروليم د رييس په حواله خبر ورکړى چې دغه کارپوهان پرون (پنجشنبه، د غبرګولي ٣مه) دغه ولايت ته راغلي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس همداراز ادعا کړې، چې په دغه ولايت کې د اوسپنې او سپينو زرو په کانونو کې د کار له پيل سره به څه باندې دوه زره ځايي کارګرانو ته د کار زمينه برابره شي.

تر دې مخکې د ازبکستان یوه لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان پرکانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اوسېدونکو تل د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کړی دی. دوی وايي د زده کړو او وړتياوو سربېره د دوی لپاره هیڅ د کار زمينه نده برابره شوې. د دوى په وینا، طالبان په«وړتیا» باور نه لري او یوازې خپل کسان په دندو ګماري.