افغانستان

هلمند کې په خپل منځي شخړو کې اووه کسان ټپيان شوي

هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، په دغه ولايت کې په څلورو جلا پيښو کې اووه کسان ټپیان شوي دي.

هلمند کې دطالبانو د اطلاعات فرهنګ ریيس حافظ راشد هلمندی وايي، د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه، بغني او نادعلي ولسواليو کې اووه کسان په خپل منځي شخړو کې ټپیان شوي چې د دو تنو روغتيايي حالت د انديښني وړ دی.

هغه وايي چې لومړۍ پېښه په بغني ولسوالۍ کي هغه مهال رامنځته شوه کله چې د دوو ډلو ترمنځ د لښتي اوبو پر سر شخړه رامنځته شوه چي په نتیجه کي یې د یوې ډلي یو تن د ډبرو په واسطه ژوبل شوی او د بلي ډلې درې تنه په چړو وهل شوي چي دوه تنه سخت ژوبل شوي او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

همداراز دوهمه پېښه دنادعلي ولسوالۍ دنورمحمد خان کلي په ساحه کي رامنځته شوې چي په نتیجه کي یې د امان الله په نامه یو تن د اتو کسانو لخوا په چړو وهل شوی او زخمي دی، همدارنګه د پیښي ځیني عاملین هم نیول شوي دي.

دغه ډول دریمه پېښه د مرکز لښکرګاه په شپږمه حوزه کي رامنځته شوې چې د دوو وروڼو ترمنځ خپلمنځي شخړې په نتیجه کي یو ورور زخمي شوی او بل ورور یې د طالبانو لخوا نيول شوی دی.

بله پېښه د مرکز لښکرګاه ښار په دریمه حوزه کي رامنځته شوې چې يو کس لخوا بل کس ټپي شوی.

دا په داسي حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په افغانستان کې خپل منځي شخړې زياتې شوي دي.