افغانستان

قطري پلاوي د دوحې په غونډه کې له طالبانو د ګډون غوښتنه وکړه

د قطر د بهرنیو چارو د وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په مشرۍ یوه قطري پلاوي له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د ګډون غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، الخلیفي د طالبانو د لومړي وزیر له مرستیال عبدالغني برادر سره په لیدنه کې په دوحه کې د افغانستان د ځانګړو استازو په درېیمه غونډه کې د طالبانو د استازي د ګډون غوښتنه کړې ده.

ارګ ادعا کړې، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د طالبانو د استازي له شتون پرته دا ډول ناستې «بې پایلې» وې او په دې برخه کې یې ملګرو ملتونو ته خپل دریځ روښانه کړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو ترادارې لاندې ارګ په  یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له الخليفي سره په لیدنه کې له قطر څخه وغوښتل چې د کانونو، روغتیا، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې پانګونه وکړي.

خو د طالبانو تر ادارې لاندې د  دفاع وزارت پراېکس لیکلي، چې قطري پلاوي د طالبانو د دفاع له وزیر محمد یعقوب مجاهد سره په لیدنه کې د «افغانستان له خلکو سره د دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا» ټینګار کړی دی.

قطري چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.