افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: موږ له ۲۰ زره سیلاب ځپلو سره مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې له څه باندې شل زره سیلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي: «تر اوسه پورې موږ د نږدې شل زره هغو کسانو سره چې په سیلابونو کې زیانمن شوي د خوراکي توکو مرسته کړې ده.«

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز  ویلي، چې په وروستیو سېلابونو کې د ځینو سړکونو او پلونو په ویجاړېدو  زیانمنو شویو ته د مرستو رسولو بهیر ستونزمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په ځینو برخو کې د وروستیو سیلابونو له امله له ۳۰۰ ډېر کسان مړه، لسګونه نور ټپیان او زرګونه نور زيانمن شوي دي.

په ورته مهال،  تېره شپه (چهارشنبه- د غبرګولي دویمه) په فاریاب او سرپل ولایتونو کې د سېلابونو له امله تر دې دمه ۱۵ تنه مړه شوي دي.

 د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه ولايتونو کې د يادو سېلابونو په پایله کې سلګونه جریبه ځمکه او کورونه ویجاړ شوي دي.