افغانستان

په فاریاب کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹ تنو ته ورسېد

د فاریاب په لولاش ولسوالۍ کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹ تنو ته ورسېد.

ولسي سرچينو آمو سره په اړيکه  ویلي، چې د تېرې شپې د سېلابونو له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۹ تنو ته رسېدلی او د ۸ تنو نورو جسدونه لا هم نادرکه دي.

دغه سرچینې وايي چې لا هم د زيانونو د زیاتوالي احتمال شته.

د سرچينو د معلومات پربنسټ، دغه سېلابونه د دغه ولايت د لولاش ولسوالۍ د خواجه هشتمين  او غرجي په کليو کې راوتلي دي.

په فارياب کې د طالبانو د والي درسنيو دفتر هم دغه شمېره تاييد کړې ده.

په ورته وخت کې په سرپل ولایت کې هم سیلابونو له یوې ښځه او یو ماشوم څخه ژوند اخيستى دى.

په سرپل کې د طالبانو د والي وياند حبيب الله رسنيو ته ويلي، چې دغه سېلابونه تېره شپه (چهارشنبه د غبرګولي دويمه) د دې ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ په سوفک کلي کې راوتلي دي.