افغانستان

په سرپل کې د سېلاب له امله دوه تنه مړه شوي

په سرپل ولایت کې د سیلاب له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي دي.

په سرپل کې د طالبانو د والي وياند حبيب الله رسنيو ته ويلي، چې دغه سېلابونه تېره شپه (چهارشنبه د غبرګولي دويمه) د دې ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ په سوفک کلي کې راوتلي دي.

په سرپل کې د طالبانو د والي وياند په وينا، دغه سېلابونو ١٥٠ کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې آمو ته سرچینو ویلي وو، چې په فاریاب کې هم د سېلاب له امله یوه مېرمن  مړه شوې ده.

د فارياب د والي وياند عصمت الله مرادي هم د يادې پېښې پخلى کړى او ويلي يې دي، چې دغه احصايه لومړنۍ ده او په دې پېښه کې د مرګ-ژوبلې د زياتېدو احتمال شته.