افغانستان

په فاریاب کې سیلاب له یوې ښځې  ژوند واخيست 

په فاریاب ولایت کې د سیلابونو په پایله کې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

يوې سرچينې آمو ته په يوه رالېږل شوې پيغام کې ويلي، چې دغه سېلابونه تېره شپه (چهارشنبه د غبرګولي په دويمه) د دغه ولايت د اتمې ولسوالۍ لولاش اړوند د خواجه په کلي کې راوتلي دي.

په فاریاب کې د طالبانو د والي ویاند عصمت الله مرادي هم  په یوه پیغام کې دغه پېښه تایید کړې ده.

هغه وايي، دا احصایه لومړنۍ ده او په دې پېښه کې د ټپیانو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، ځايي خلکو پنځه کسان له سيلابونو را ايستلي او ژغورلي دي.

په فاریاب کې د طالبانو د والي ویاند وايي چې د سیمې اوسیدونکي اوس په ویره او تشویش کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې سېلابونو له امله له ۸۰ ډېر کسان مړه شوي وو.