فرهنګ او هنر

طالبانو په بادغیس کې سيمه ييز موزیم جوړ کړى

 طالبانو د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې یو سيمه ييز موزیم جوړ کړى.

په بادغيس کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګ رييس وايي چې په دغه موزيم کې ٢٥٠ تاريخي اثار ساتل کېږي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس وايي، چې پخوا په دغه ولايت کې د تاريخي اثارو د ساتنې لپاره موزيم نه و.

دا په داسې حال کې ده چې فرهنګي فعالانو تل د فرهنګي او تاریخي اثارو په ساتنه کې د طالبانو پر نه پاملرنې نیوکې کړې دي.