افغانستان سویلي آسیا

پاکستان ادعا کوي چې «ترهګر» له افغانستانه د دوی خاورې ته ننوځي

د پاکستان د پوځي اطلاعاتو سازمان په یوه اعلاميه کې ادعا کړې چې پاکستان خاورې کې له افغانستانه ډېر ترهګريز بريدونه ترسره کېږي.

په دغه اعلاميه کې ویل شوي چې «ترهګرو» هڅه کړې؛ تر څو د افغانستانه د پاکستان پولې ته ننوځي او په دغه هیواد کې د پاکستان امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کړي.

دغه سازمان وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونو د اپرېل له ۲۱مې تر ۲۴ پورې د بلوچستان ایالت په ژوب ولسوالۍ کې د «افغانستان او پاکستان د پولې په اږدو» کې عملیات ترسره کړل. د دغه سازمان د اعلامیې پر بنسټ، پاکستاني ځواکونو په تېره یوه میاشت کې په دغو سیمو کې لږ تر لږه ۲۹ ترهګر وژلي دي.

دې اعلامیې د می په ۱۴ مه د «ترهګرو» پر ضد د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د یو پاکستاني پوځي چارواکي وژل کېدل هم تایید کړل.

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې «د [افغانستان] پولې په اوږدو کې د پولې موثر مدیریت تضمين کړي او د هغو ترهګرو مخه ونيسي چې د افغانستان د خاوره له په کارولو د پاکستان په خاوره کې  ترهګریز فعالیتونو د ترسره کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې تل له دې امله خرابې شوې چې اسلام آباد «په افغانستان کې  طالبان د پاکستاني طالبانو ملاتړ» ګڼي.

تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پاکستاني ځواکونو پر ضد د څو لویو بریدونو مسوولیت پرغاړه اخيستى دی.