افغانستان

توماس ویسټ د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د افغانستان په چارو کې د امریکا د متحدو ایالاتوځانګړي استازي توماس ویسټ په قطر کې د نړیوال امنیت شورا د غونډې په څنډه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ویسټ پر اېکس لیکلي چې د دې خبرو محور  دافغانستان «مخ په وړاندې راتلونکې لاره » او ددې هیواد راتلونکی و.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د «حلارو په پراختیا او د ګډو ټکو په رامنځته کولو کې د قطر د فعاله رول»ستاینه هم وکړه.

دا په  داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې  د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب او د هېوادونو د استازو په ګډون  د راتلونکې میاشتې (جون) په ۳۰مه نېټه جوړه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم د دې غونډې د جوړېدو هرکلی کړی دی؛ خو نوموړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل، چې ویل کېږي په دې غونډه کې یو له اهمو موضوعاتو څخه ده، «حل او اړتیا» نده بللې.

بل خوا په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډي کارلو کابل ته د یوه سفر په ترڅ کې د دې ناستې په اړه له یو شمېر طالب چارواکو سره کتلي دي.

د طالبانو د وزیرانو شورا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره په لیدنه کې له هغې وغوښتل چې « په دې ناسته کې بايد د دوی دریځ روښانه وي.«

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په یو تازه خبري کنفرانس کې ویلي چې د دوحې د درېیمې ناستې موخه «له افغانستان سره په منظم او جوړښتېز ډول د نړیوالو اړیکو زیاتول دي.»