افغانستان

عزیزي بنسټ د غور له سیلاب ځپلو سره شل میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

د عزيزي بنسټ مشر ميرويس عزيز وايي، په غور ولايت کې يې له وروستيو سېلاب ځپلو سره شل ميليونه افغانۍ مرسته کړې ده.

ښاغلي عزیزي پراېکس یوه لېکنه کې ويلي، چې ټاکل شوې  دا مرستې د همایون عزیز لخوا مديريت شي.

تر دې وړاندې ښاغلي عزيزي په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له زيانمنو سره د پنځوس ميليونه افغانيو مرسته کړې ده.

د طالبانو د شمېرو له مخې په غور ولایت کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه له ۸۰  کسانو ژوند اخيستى دى.