افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې له ۱۸۰ څخه زیاتې کډوالې کورنۍ ايستلې دي

په یوه ورځ کې تر ۱۸۰ زیاتې افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه په زوره او په خپله خوښه ویستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى، چې په تېره يوه ورځ (دوشنبه، د غويي ٣١) له دغو دوو هېوادونو څخه ١٨٧ کډوالې کورنۍ ايستل شوې دي.

د دغه راپور له مخې، دغه راستنې شوې کورنۍ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه خبري آژانس د راپور پر بنسټ، ۱۸ کورنۍ د تورخم او ۲۱ کورنۍ د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

په ورته وخت کې ۸۰ کورنۍ په نیمروز کې د پل ابرېشم له لارې افغانستان ته او همدا راز ۶۸ نورې کورنۍ دهرات اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو پیل کړی او ایران هم د دغو کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.