افغانستان سوداګري

ترکش هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې

دترکش هوايي شرکت درې کاله وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون د راپور پر بنسټ، دغه شرکت نن (سه شنبه د غبرګولي لومړۍ نېټه) له ترکیې څخه کابل ته لومړۍ الوتنه وکړه.

په کابل کې د ترکیې د سفارت شارژدافیر جنک اونال د دغه شرکت د الوتنو د پرانستې په مراسمو کې وویل، چې کابل ته د ترکش هوايي شرکت د الوتنو پیل د انقرې او کابل ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري.

دا په داسې حال کې ده چې ترکش هوايي شرکت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې درولې وې.