افغانستان

سرچینې: حامد کرزی د درملنې لپاره جرمني ته ولاړ

Photo: AP

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینې وايي، چې ښاغلی کرزی د دوشنبې په ورځ د درملنې په موخه جرمني ته ولاړ.

په تېر يو کال کې د طالبانو له خوا ښاغلي کرزى بهر ته له سفر کولو منع شوى و.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د هېواد پخواني ولسمشر د«سترګو د عملياتو» لپاره جرمني په سفر تللى دى.