افغانستان

طالبانو په بدخشان کې دوه تنه په عام محضر کې په درو ووهل

طالبانو په بدخشان کې دوه کسان د زنا په تور په ۳۹ دُرو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه حکم د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې د دوی د ابتدايه محکمې له خوا صادر شوی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې طالبانو دواړه تورن ګسان په یو کال او شپږ میاشتې په تنفذي بند محکوم کړي دي.

طالبان وايي، دا پرېکړه د دوی د سترې محکمې له تاييد وروسته عملي شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې  د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په کراتو د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته د سزا ورکولو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا سزاګانې د قانون په نشتون کې په خپلسري ډول پلي کېږي.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته د سزا ورکولو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا سزاګانې «غیر اخلاقي»دي او باید ژر تر ژره ودرول شي.