افغانستان

په بادغیس کې نن د سېلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی دی

د بادغیس ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې نن سهار د سېلابونو له امله یو ماشوم هم مړ شوی دی.

د دوی په وینا دغه سیلابونه د بادغیس ولایت د تګاب عالم ولسوالۍ په تیموریانو کلي کې راوتلي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ماشوم له کوره د وتلو پر مهال د سېلابونو د څپو خوراک شو.