افغانستان

جاپان په بامیان کې پر ګرځندويانو برید غندلی 

په افغانستان کې د جاپان سفارت په بامیان ولایت کې پر بهرنیو ګرځندويانو او ملکي وګړو د برید له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه برید په کلکه غندي.

دغه سفارت نن (شنبه د غويي۲۹مه) پر اېکس ټولنيزه شبکه ليکلي چې دغه بريد په افغانستان کې د ګرځندويانو او ملکي وګړو د مرګ-ژوبلې لامل شوی دی.

په ورته وخت کې، په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي، چې د نړیوالو کنوانسیونونو له مخې د بهرنیو ګرځندويانو او ملکي وګړو په نښه کول «د غندنې او تقبيح» وړ دي

ښاغلي عبدالله دا برید «خونړى»بللی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې یو افغان وګړی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

په بامیان ولایت کې پر بهرنیو ګرځندويانو او ملکي وګړو برید  نور پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ټولنيزو شبکو يو شمېر کاروونکي پر طالبانو نيوکه کړې او وايي چې په افغانستان کې د بشپړ امنيت د تأمين ادعا «سوچه درواغ» دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ټینګار وکړ او ويې ويل : «دا قصدي ترهګريز عمل د طالبانو له هغې ادعا سره په ټکر کې دی چې ويلي و دوى امنیت راوستی دى.»

ښاغلي اتمر پر اېکس زیاته کړه: «د ترهګرۍ ملاتړي په بېلابېلو لارو او نومونو د افغانستان د خلکو او د هغوی د متحدینو ترمنځ وېرې اچولو ته دوام ورکوي.»

تر اوسه کومې ډلې په بامیانو کې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.