افغانستان

په غور کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۵۰ تنو ته لوړ شو

په غور ولایت کې پرون (جمعه د غويي ۲۸مه) د سېلابونو په پایله کې ۵۰ تنه مړه او ۱۰ تنه نور لادرکه دي.

په غور ولايت کې د طالبانو  د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحى زعيم رويټرز ته وويل چې د دغو سېلابونو په نتيجه کې تر اوسه ٥٠ تنه مړه شوي او يو شمېر نور ټپيان او لادرکه دي.

په غور ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ نن سهار (شنبه د غويي ۲۹مه) د طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ددې زيانونو د شمېر په تاییدولو سره ویلي چې ۱۰ تنه نور لادرکه دي.

په غور ولايت کې د طالبانو  د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي چې په دغه ولايت کې د سېلابونو په پايله کې دوه زره کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او څلور زره نور کورونه په جزوي توګه تخريب شوي دي.

عبدالحی زعیم همداراز رویټرز ته ويلي، چې د فیروز کوه په ښار کې تر دوه زره زیات دوکانونه سیلابونو لاندې کړي دي.

د راپورونو له مخې،  دغو سېلابونو د غور ولايت اوسېدونکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.

په ورته وخت کې پرون (جمعه، د غويي٢٨) په بدخشان کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولايت مرکز ته د لسو ولسواليو لاره هم تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په بغلان کې د سېلابونو له امله له ۳۱۰ ډېر کسان مړه او تر يو زرو۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.