افغانستان

د طالبانو مشر امر وکړچې په تبعيض کې ښکېل طالبان دې مجازات شي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تحلیل او تجزيې مشر د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په حواله لیکلي، چې هغو طالبانو ته دې سزا ورکړل شي  چې «ژبني، قومي او سمتي تبعيض ته لمن وهي».

د عبدالنفافع ټکور په وینا، د طالبانو مشر غوښتنه کړې چې د دوی د غړو سزا دې له ځنډ پرته پلي شي.

هبت الله اخندزاده دغه موضوع په کابل کې له طالب چارواکو سره په کتنه کې مطرح کړه.

طالبانو د دغه سفر په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

طالبان وايي، هبت الله اخندزاده د پنجشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې د طالبانو واليانو او پوځي قومندانانو ته په یوه سیمینار کې وینا کړې ده.

ځینو طالبانو د هيبت الله د کسانو د نورو سپارښتنو په تړاو د طالبانو د ځواکونو له پورته څخه ټېټو ته د معلوماتو په اړه هم ويلي.

د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر اغا وايي:«دا خبرې یې چې واليانو ته کړې هغوى پورې اړه لري. هغه کسانو ته معلومات ورکړئ چې په مطلق ډول تاسو سره دي، یعنی  والیان او هغه مسايل چې د کورنيو  چارو وزارت پورې اړوند وي  مسئولین يې باید اطاعت وکړي، ځکه هر څه په اطلاعاتو پورې اړه لري.»

د طالبانو د امنیه قومندانۍ یوه چارواکي هم د ملا هبت الله څرګندونې راخیستي دي. هغه لیکلي چې د طالبانو مشر ویلي چې د پښتو او فارسي پر وړاندې د هر ډول ژبني تبعیض مرتکبین باید مجازات شي.

په داسې حالاتو کې چې څو ورځې وړاندې، د طالبانو یو شمېر تاجک ځواکونو په ویډیو  کې پر طالبانو د هغه څه له امله نیوکې وکړې چې د ژبې او قوم پر بنسټ یې تبعیض بللی و او خبرداری یې ورکړی و چې له دوی دې جلا شي.

ځینو طالب چارواکو دا هم ویلي، چې ملا هبت الله له طالبانو غوښتي، چې د داخلي اختلافاتو د مخنیوي لپاره دې د یو بل په چارو کې لاسوهنه نه کوي، تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل تازه راپور کې د طالبانو په مشرتابه کې د مخالفتونو د زیاتېدو خبره کړې وه.

د ځینو طالب چارواکو په وینا، ملا هبت الله دا هم ویلي، چې ظلم او بې عدالتي به د طالبانو د نظام د نسکورېدو لامل شي.

په ورته وخت کې د طالبانو یو شمېر نور چارواکي وايي چې ملا هبت الله خبرداری ورکړی چې د طالبانو رژیم به په ظلم او بې عدالتۍ دوام ونکړي او د طالب چارواکي باید په افغانستان کې پخوانیو رژیمونو ته کتنه وکړي.

د طالبانو د تګلارو یو شمېر منتقدین وايي، چې د دوی نظام د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو سره په ظلم پرمخ ځي.

منتقدینو د نړیوالو راپورونو په استناد ويلي، چې طالبان د پخواني حکومت د ځینو غړو وژلو او د ښځو نیولو ته ادامه ورکړې ده.

 ورته وخت کې، په نړیواله کچه د طالبانو لخوا د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په ځانګړې توګه د پخواني حکومت د غړو وژلو، دمقاومت جبهې د غړيتوب په تور دخلکو شکنجه کولو، د ښځو نیولو او ځورولو په اړه راپورونه شتون لري.

په داسې حال کې چې کابل پلازمېنه ده، کندهار د طالبانو د رهبرۍ اصلي مرکز ګڼل کېږي.

څرګنده نه ده، چې نوموړی ولې کابل ته راغلی، خو د ده سفر په داسې حال کې شوی، چې په بدخشان کې طالبان د خلکو له پراخو لاریونونو سره چې د خلکو په وينا ددوى سره د ظلم له امله راټوکېدلي دي مخ دي، او همداراز له پاکستاني پوځیانو سره  سرحدي نښتې روانې دي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په کابل ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، چې د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د کابل اوسېدونکی سیر وايي: «هر څوک خپل کار او وظیفې ته ځي. لاربندښت او تلاشي روانه ده، سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. دا د خلکو لپاره ځورونکې ده. نه پوهیږم چې د څه لپاره دی.»

د کابل اوسېدونکی رومل وايي:«هر ځای ته چې ځې، هغه که شهرنو وي یا د ښار نورې برخې، هلته ګڼه ګوڼه او تلاشي وي، نه پوهیږم چې  د څه لپاره دي؛ خو ټول تدابير شته. هرچیرې چې وغواړو لاړ شو، پخپل وخت نشو رسېدلى.»

د طالبانو مشر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت ته تللی چې مشري یې سراج الدین حقاني کوي. دا چې د طالبانو مشر ولې ددوى تر ادارې لاندې ارګ ته نه دى تللى؟  روښانه نه ده.

د طالبانو ویاند د دې سفر او نورو اجنډاو چې ملا هيبت الله يې لري يا يې لرلې ،په اړه څه نه وايي.