افغانستان

د امریکا د سولې انسټیټیوټ: په افغانستان کې د جګړې پاى د سولې ضامن نه دى

د امریکا د سولې انسټیټیوټ د «په سولې کې د ګډ ژوند» د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د جګړې پای په دې هېواد کې د سولې په معنا نه دی.

دغه انسټیټیوټ په یوه تحلیل کې ويلي، چې نړیوالې ټولنې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د طالبانو ستاینه کړې او په دې هېواد کې امنیت زیات شوی؛ خو په افغانستان کې امنیتي کړکېچ له پامه غورځول شوی دی.

په دې تحليل کې، چې د دې بنسټ د دوو غړو له خوا لیکل شوی، ویل شوي چې «طالبانو د داسې چلند پیلوونکي دي، چې اکثره دخپلو مخالفينو د وېرې او د کمزوري کولو لپاره د بلوا او ځانمرګو بریدونو په څېر لارو چارو څخه کار اخلي.»

په دې تحلیل کې راغلي: «سربیره پردې، له افغان حکومت سره د سولې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د دوی (طالبان) پاتې راتلل د جګړې د اوږدولو په برخه کې د دوی ملامتيا نوره هم ښيي.»

د راپور له مخې، په داسې حال کې چې طالبان د خلکو د «ټپونو»د درملنې لپاره د یوه سوله ییز چاپېریال د رامنځته کولو مسوولیت لري، دوی لا هم په «وحشیانه ډول» د خپلو مخالفینو ځپلو ته دوام ورکوي او د خپلسري نيونې په څېر سختې سزاګانې مخته وړي.

دې انسټیټیوټ ویلي، چې د افغانستان خلک باید دې ته اړ نه شي چې د خپلو بنسټیزو حقونو او له تاوتریخوالي څخه د مصونیت تر منځ يو وټاکي. دوی د خپلو حقونو په تضمین سره د«باعزته ژوند » مستحق دي.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په خپل ٧٢/١٣٠پرېکړه ليک کې د مٸ شپاړسمه په سوله کې د ګډ ژوند نړيواله ورځ اعلان کړې ده.