افغانستان

طالبان وايي له ملګرو ملتونو او نړیوالوبنسټونو سره یې «ګډه غونډه» کړې ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی، ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو بنسټوو ترمنځ ګډه غونډه جوړه شوې ده.

پر اېکس د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال ضیا احمد تکل لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د «افغان ولس اړتیاووې»، د طالبانو لومړیتوبونه، ملګرو ملتونو د تېرکال وروستۍ مرستې او د اړخونو ترمنځ د همغږۍ پراختیا ددې غونډې د پام وړ اصلي موضوعاتو څه وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.