افغانستان

د هند او روسيې چارواکو  د افغانستان په هکله خبرې وکړې

هندي رسنیو د هند د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په حواله خبر ورکړی، چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د هند د بهرنیو چارو وزارت ګډ سکرتر جې پي سنګ پرون (چهارشنبه د غويي ٢٦مه) د افغانستان د خلکو د وضعیت په هکله په نوي ډهلي کې خبرې کړې دي. 

د هند د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغانانو د هوساینې لپاره د پراختیايي مرستو پر اړتیا خبرې وکړې.

په کابل کې د روسیې سفارت په پر اېکس د دغې ناستې په اړه ویلي: «د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون (چهارشنبه د مى ۱۵مه) په نوي ډهلي کې دهند د بهرنيو چارو وزارت ګډ سکرتر جې پي سنګ سره د افغانستان، پاکستان او ایران وضعيت په اړه سلا مشورې وکړې.”

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو خبرو کې دواړو لورو د افغانستان لپاره د پراختیايي مرستو پر اهمیت ټینګار وکړ.

بل لور ته  د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاٸويونګ هم پرون (چهارشنبه د غويي ۲۶مه) له خپل ازبکستاني سیال اسمتیلا ایرګاشیف سره د افغانستان په اړه وکتل.

 د چین ځانګړي استازي پر اېکس ټولنيزه شبکه ويلي «د افغانستان د سولې او بیارغونې لپاره د همکاریو زیاتول»د دواړو خواوو ترمنځ د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه و.»

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې درېیمه غونډه راتلونکې زېږديزه میاشت په قطر کې جوړه شي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشرې روزا اتنبایوا هم روانه اوونۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په ګډون له یو شمېر ایراني چارواکو سره کتلي وو.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو ناستو اصلي موضوعاتو  د افغانستان د مسئلې په اړه د ایران په ګډون د سیمې د هېوادونو د یووالي او ګډ دریځ رامنځته کول وو.

طالبانو هم په قطر کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د دوحې د دریمې ناستې هرکلی کړی دی؛ خو دوی د هېواد په چارو کې د دغه سازمان د ځانګړي استازي ټاکل “اړتیا او حل لاره” نه بولي.