افغانستان

د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سخت ورښت او سیلابونو احتمال

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغه رياست په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې سبا (پنجشنبه د غويي په ٢٧مه) د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پنجشير، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، کابل، پروان، میدان وردگ، بامیان، دایکندي، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، غور، فاریاب، بادغیس او هرات ولايتونو کې د سخت باران، تندر، نسبتاً قوي بادونو او سيلابونه د راوتلو اټکل شوى دى.

د خبرپاڼې له مخې، دباران اندازه به په بېلابېلو سيمو کې د ۱۵ او ۴۰ ملي مترو ترمنځ وي.