افغانستان

طالبانو په کابل او کندهار کې دوه تنه په درو وهلي 

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۶مه) په کابل او کندهار ولایتونو کې يې دوه تنه په دُرو وهلي دي.

په خبرپاڼې کې ويل شوي دي، چې يو کس د غلا په تور په کندهار کې د طالبانو د استيناف په محکمه کې په درو وهل شوى دى اودغه کس په یو کال بند هم محکوم شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې په یوې بلې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې يې یو کس  د “لوطت” په تور ۳۵ دُرې وهلى دى.

څه کم له دوو کلونو راهيسې طالبانو په عام محضر کې سلګونه کسان په دُرو وهلي دي.