افغانستان

د ازادۍ جبهې په کاپیسا کې د يو طالب د وژلو ادعا وکړه

د ازادي جبهه ادعا کوي چې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوسته د دغې جبهې د برید په پایله کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

 د ازادۍ جبهې پر اېکس ټولنيزه شبکه ادعا کړې، چې دغه برید تېره شپه يوه بجه د نجراب ولسوالۍ په شیخانو کلي کې شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.