افغانستان

طالبان: په غور کې د پوځي چورلکې د نسکورېدو له امله یو تن وژل شوی

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په فیروزکوه ښار کې د یوې پوځي چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

په غور کې د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، د نسکوره شوې چورلکه د هریرود په سيند کې د فلان کوچ موټرد يو شمېر ډوبه شویو جسدونو د ایستلو لپاره استول شوې وه.

هغه وايي، دغه موټر تېره ورځ د فيروزکوه ښار په غازي دره سيمه کې له سړکه واوښت او په هريرود سيند کې ډوب شو، چې له امله يې دوه تنه مړه او يو بل ټپي شو.

د هغه په ​​وينا، دغه چورلکه له اوبو څخه په پېښه کې د ټپي شوي کس له را ايستلو وروسته  بې کنټروله شو او د بېړنۍ ښکته کېدنې پرمهال يې د فيروز کوه ښار په مربوطاتو کې يې له يوه ديوال سره ټکر کړى دى.