افغانستان سویلي آسیا

ویدانت پټل: امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له پاکستان سره تخنیکي مرستې کويویدانت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټل ​​وايي، امریکا د ترهګرۍ پرضد جګړه کې له پاکستان سره  تخنیکي مرستې کوي.

نوموړي پرون (سه شنبه د غويي ۲۴مه) په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه د اندېښنې وړ وبلل.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال په دې خبري غونډه کې وویل:” د امریکا متحدو ایالتونو له دغه هېواد سره له ترهګرو ډلو سره د مبارزې، د تخنیکي مرستو کې په لوېدیځ پاکستان کې(افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې) هوکړه کړې ده. “

پټل دا هم ویلي، چې امریکا له پاکستان سره د ترهګرو ډلو د مخنیوي په برخه کې او هغه څه چې هلته ترسره   کېدای شي لکه:د چاودېدونکو توکو ضد پلټنې، د پاکستان په لوېدیځه پوله تخنیکي مرستې او نور مسایلو په اړه هوکړه کړې ده.

هغه وايي متحده ایالات او پاکستان په سیمه کې د مخ پر زیاتیدونکو ترهګرو ګواښونو پر وړاندې د وړتیاوو د لوړولو لپاره کلک هوډ لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د اردو ژبې خپرونې “بزنس ریکارډر” په یوه نوي تحلیل کې ویلي چې له افغان طالبانو سره د اسلام اباد د اړیکو خرابوالي پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له سترو ننګونو سره مخ کړی دی.

دې خپرونې په دې تحلیل کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو واکمني د «ترهګرو» ډلو او شبکو زړورتیا سبب ګرځيدلې او د دغه هېواد ګاونډیان یې اندېښمن کړي دي. ځکه چې دا ډلې د “میلمه پالنې” چاپیریال (د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان) د بیا تنظیم، وسلو او ګمارنې لپاره کاروي.

بزنس ریکارډ خپرونې ” د پاکستان په خاوره کې دننه د TTP بریدونو په اړه د افغان طالبانو ښکاره بې غوري” له پاکستانه د افغان کډوالو د ويستنې دليل په توګه ياد کړى.